زما معلوماتو سره څه پیښیږي؟
0:00
/
په UNDOK کې ته کولی شې پټه مشوره ترلاسه کړې. دا مانا لري: ته په مشوره کې باید موږ ته سمدلاسه شخصي معلومات (د بیلګې په توګه نوم، د کار ځای) ورنکړې. که ته موږ ته معلومات راکړې، موږ یې نورو ته نه ورکوو، که ته دا نه غواړې.
یوازې کله چې موږ ستا د کار ورکوونکي سره اړیکه نیسو، موږ ستا نوم ته اړتیا لرو. په دې حالت کې، موږ له تا څخه پوښتنه کوو چې آیا موږ کولی شو ستا نوم او نور معلومات په خپل سیستم کې وساتو.
موږ ستا هیڅ معلومات نه ساتو چې موږ ته اړتیا نه وي.