ځینې خلک دې ته “تور کار” (Schwarzarbeit) یا چل (Pfusch) وايي. په UNDOK کې موږ دې ته وایو: بې له اسنادو کار کول یا غیر مستند کار.
د بېلګې په توګه:
- ستا سره د کار اجازه نشته.
- ته تر هغه ساعتونو زیات کار کوې، چې ستا د کار د اجازې (Beschäftigungsbewilligung) لخوا ټاکل شوي وي.
که ته غیر مستند کار کوې یا ته ډاډه نه یې، که ته غیر مستند کار کوې، کولی شې چې په UNDOK کې د مشورې لپاره راشې:وړیا، پټ او ستا په ژبه. موږ به درته غوږ ونیسو او مرسته به درسره وکړو!