زه یو منل شوی مهاجر یم / زه یو د بې ځایه شویو کسانو کارت (شین کارت) لرم.
که ته یو منل شوی مهاجر یا پناه غوښتونکی یې، نو ته د کار بازار ته ازاد لاس رسی لرې.
دا معنا لري: ته هر ډول کار کولی شې او د کار اجازې (Beschäftigungsbewilligung) ته اړتیا نلرې. ته هم کولی شې زده کړې وکړې یا په مسلکي زده کړو کې برخه واخلې.
زه د فرعي محافظت لاندې یم (خړ رنګه کارت).
ته د کار بازار ته ازاد لاس رسی لرې.
دا معنا لري: ته هر ډول کار کولی شې او ته کولی شې زده کړې وکړې یا په مسلکي زده کړو کې برخه واخلې. ته د کار اجازې (Beschäftigungsbewilligung) ته اړتیا نلرې.
زه یو پناه غوښتونکی یم (شین / سپین کارت).
که ته په پناه غوښتنې کې یې (شین کارت)، ته د کار بازار ته لاس نه لرې. تا باندې د کار بندیز لګول شوی دی.
که ته د پناه غوښتنې لپاره منل شوی یې (سپین کارت)، ته باید ۳ میاشتې انتظار وکړې. له دې وروسته ته کولی شې د کار اجازې (Beschäftigungsbewilligung) په لرلو د ګمارل شوي کارکونکي ، په توګه کار وکړې. یا ازاد یا مستقل کار ولرې ، لکه د یو سوداګریز جواز (Gewerbeberechtigung) سره.
د یوه د کارکونکي لپاره ته د کار اجازې ته اړتیا لرې. یوازې ستا رئیس کولی شي د کار خدماتو ادارې (AMS) سره د دې اجازې غوښتنه وکړي.
AMS به بیا وګوري چې نور خلک هم کولی شي دا کار وکړي، لکه اتریشيان، EWR اتباع یا هغه مهاجرین چې له ډېرې مودې څخه په اتریش کې ژوند کوي. دې ته د کار بازار ارزونه (Arbeitsmarktprüfung) وايي. له دې کبله د کار اجازې تر لاسه کول ډېر ستونزمن دي.
مهم:
- AMS به تا ته د کار اجازې (Beschäftigungsbewilligung) یوه کاپي په پوست درولېږي. یوازې د دې کاپي سره ته کولی شې چې د خپل کار پیل وکړې!
- کار اجازه یوازې د دې ځانګړې دندې لپاره ده. دا یوازې د ۱ کال لپاره اعتبار لري. له دې وروسته به ستا رئیس د یوه نوې کار اجازه غوښتنه وکړي.
زه محصل یم/یمه.
که تاسو د غیر EU هېواد څخه محصل یاست، نو د کار کولو لپاره تاسو ته د کار جواز (Beschäftigungsbewilligung) ته اړتیا ده. د کار جواز باید ستاسو رییس د AMS (د کار بازار خدماتوادارې) له لارې وغواړي.
مهم:
- AMS تاسو ته د کار جواز یوه کاپي د پوستې له لارې درلیږي. یوازې د دې کاپي سره تاسو کولی شئ خپل کار پیل کړئ!
- د کار جواز (Beschäftigungsbewilligung) یوازې د دې ځانګړې دندې لپاره اعتبار لري. دا جوازپه اعظمي توګه تر یوه کاله پورې اعتبار لري. وروسته له دې، ستاسو رییس باید د کار لپاره نوې جواز وغواړي.
که ته په اونۍ کې تر ۲۰ ساعتونو پورې کار کوې، نو اکثره وخت د کار اجازه په ډېر چټکۍ سره ترلاسه کوې. که په اونۍ کې تر ۲۰ ساعتونو زیات کار کوې، نو د AMS لخوا د کار بازار ارزونه (Arbeitsmarktprüfung) ترسره کیږي.
دې ته داسې معنا ده: AMS ګوري چې آیا نور خلک هم دا کار کولی شي، لکه د دې هیواد خلک، د EWR اتباع، یا هغه مهاجرین چې له ډېر وخت راهیسې په اتریش کې ژوند کوي.
پاملرنه:
ستاسې کار باید ستاسو د اقامې هدف، یعنې زده کړې، باندې منفي اغېز ونکړي. دا معنا لري چې کار باید تاسو په دې نه محدود کړي چې ازموینې ترسره کړئ او کافي ECTS پوینټونه ترلاسه کړئ!
زه سور -سپین-سور کارت (Rot-Weiß-Rot-Karte) لرم.
د سورسپین-سور کارت (Rot-Weiß-Rot-Karte) سره ته د یو مشخص کار ورکوونکي سره کار کولی شې. خو ته نشې کولای چې کار ورکوونکی بدل کړې.
سور-سپین-سور کارت تا ته په اتریش کې د موقتي استوګنې اجازه درکوي، تر څو چې ته د دې یو کار ورکوونکي سره کار کوې. دا کارت د ۲۴ میاشتو لپاره اعتبار لري.
زه بل استوګنلیک لرم.
زمونږ UNDOK مشورې ته راشه، او مونږ به ستا حالت په ګډه وڅیړو.
زه استوګنې اجازه نه لرم. / زه خپل استوګنلیک نه پیژنم.
UNDOK مشورې ته راشه! مونږ به ستا حالت وڅیړو. حتی که ته پرته له قانوني استوګنلیک کار کوې، ته حقونه لرې!
ستا معلومات (لکه نوم او د کار ځای) به محرم پاتې شي. مونږ به دا معلومات د بهرنیانو ادارو یا پولیسو ته نه ورکوو.